ads

کورونا په هلمند کې ماتې خوړلې

افغانستان د کورونا درېیو څپو ځپلۍ او څلورمه یې هم د تېرېدو په حال کې ده، خو په دې منځ کې ښه زیری دا دی چې هم د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې سپارښتنې تعقیب شوې او هم یې پر وړاندې د خلکو روحیه پیاوړې شوې، چې نن سبا کورونا ته د خلکو ترمنځ د یوې عادي ناروغۍ په سترګه کتل کېږي، نه د یوې وژونکې ناروغۍ په سترګه.

حضرت محمد روحاني
15 غبرګولی 1401
کورونا په هلمند کې ماتې خوړلې

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی نعمت الله خان د کورونا پر وړاندې د خلکو روحیې د پیاوړي کېدو عمده دلیل، واکسینو ته لاسرسی بولي.
هغه د روغتیاپالانو په لارښوونو د خلکو عمل هم د هغو عواملو په ډله کې راولي چې هم یې د وقایې کچه لوړه کړه او هم یې د خلکو روحیه پیاوړې کړه.
«په هلمند کې له کورونا څخه خلک د پخوا په څېر تشویش نه‌لري، ځکه ډېری خلکو واکسین اخیستی، بل خو خلک اوس د کورونا مخنیوي په لارو چارو باندې هم پوهیدلې دي.»
د لښکرګاه ښار بل اوسېدونکی عبدالله خان هم د واکسینو راوتل او ورته آسانه لاسرسی ګټور بولي چې د خلکو روحیه یې د کورونا پر وړاندې پیاوړې کړې.
نوموړی وايي:
« د خلکو روحیه اوس ډیره پیاوړې ده، ځکه خلکو د کورونا واکسین اخستی دی، خو مخکي به خلک د کورونا څخه زیات متاثره وه.»
مدني فعال او د هلمند پوهنتون استاد «شاه‌ولي زیارمل» بیا د واکسینو ترڅنګ، د کورونا په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه او د واکسینو اخیستلو ته د خلکو هڅول هم په دې برخه کې خورا ګټور بولي.


کلید ګروپ په فیسبوک کې وګورئ


نوموړی وايي، تقریبا ډېری خلکو واکسین اخیستی او دا د عامه پوهاوي پروګرامونو برکت دی چې ورسره جوخت یې د خلکو پر روحیې او وقایې یې هم مثبت اغېز وکړ.
«د خلکو روحیه کورونا د پر وړاندي زیاته قوي شوې، دا ځکه خلکو د کورونا واکسین اخستي دی، مخکې خلک له کورونا څخه په وېره کې وو.»
له بل لوري کومو کسانو چې په هلمند کې د کورونا ناروغي تېره کړې، هم د واکسینو اغېز ښه ارزوي، هم د روغتیاپالانو لارښوونې ګټورې بولي.
دوی وايي، که د روغتیاپالانو لارښوونې عملي شي، کورونا دومره خطرناکه نه‌ده لکه څومره چې خلکو بلله او د هغوی روحیه یې ځپلې وه.
د لښکرګاه اوسېدونکی رفیع الله هغه کس دی چې د کورونا په لومړۍ څپه کې ناروغ شوی و.
نوموړي کلید ته وویل:
«په اول کې مې تبه او وروسته بیا د وجود دردونه او بیا مې د کورونا روغتون یو روغتیا پال سره اړیکه ونیوله، هغه ځینې لارښونې راته وکړې، د دغو لارښوونو په عملي کېدو سره یو څه راحت شوم.»
رفیع الله وايي، اوس یې د کورونا واکسین هم اخیستی او په خورا ډېرو طبي سپارښتنو هم پوهېږي او له همدې کبله ده چې وېره یې چورلټ کمه شوې ده.
جیلاني وطنوال د لښکرګاه بل اوسېدونکی دی، ده په خپله نه، بلکې د کورنۍ دوو ښځینه غړو یې کورونا تېره کړې ده.
نوموړی وايي، په لومړي سر کې خورا ډېر وارخطا شوي و او داسې یې انګېرله چې د ناروغانو ناروغي یې اوږده نه شي، خو د ډاکټرانو له لوري د قرنطین او خوړو په رابطه بېلابېلو سپارښتونو یې روحیه پیاوړې کړه او په نتیجه کې ناروغان ورغېدل.
«کله چې روغتون کې راته وویل شوه کورونا شوي دي، موږ ډېر ویټامین لرونکي خواړه ورته راوړل، لکه شیدي، ښوروا او داسې نور …»
وطنوال زیاتوي، د خپلې تجربې له مخې یې، که ناروغان ووېرېږي او د کورونا پر وړاندې خپله روحیه له لاسه ورکړې، بدې پایلې.
حافظ احمد نصرت چې هم په حقوق چارو برلاسی دی او هم څه ناڅه د نړۍ وضعیت د رسنیو له لاري تعقیبوي، وايي چې اوس نه‌یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په کچه د کورونا پر وړاندې د خلکو روحیه پیاوړې شوې ده.
نوموړی واکسینو ته د خلکو لاسرسی، په طبي لارښوونکو د خلکو عمل، قرنطین او وقایه او د کتلوي معافیت رامنځ ته کېدل، د هغو عواملو له ډلې بولي چې ګواکې له کورونا څخه یې د خلکو وېره او ډار راکم کړی دی.
« که ووایو، په لومړي سرکې خلکو له کورونا ناروغۍ څخه د زیات تشویش له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو اوس هغه تشویش ختم شوی، خلک هېڅ اندېښنه نه‌لري.»
په لښکرګاه ښار کې د عقلي اوعصبي ناروغیو متخصص ډاکتر محمد ولي همت ښه ټکی دا بولي چې په خبره یې، واکسینو ته د خلکو مراجعه زیاته شوې او همدا کار د دې سبب شوی چې د خلکو روحیه غښتلې او د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په رابطه اعتماد رامنځ ته شي.
«موږ ویلای شو چې په دې وروستیو کې په هغو روغتونونو کې چې د کورونا له‌پاره ځانګړي شوي، د واکسین د زیات اخستو له کبله کورونا ناروغۍ خپل هغه شدید خواص له لاسه ورکړی، کومو کسانو کې که موجوده وې، هغه دومره اغېز نه‌لري.»
له دې ټولو ورهاخوا د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست هم د دې تصدیق کوي چې د کورونا په مقابل کې د خلکو روحیه غوړېدلې ده او نور له دغې ناروغۍ هغه پخوانۍ وېره نه‌احساسېږي.


ډېر یې ولولئ:


د هلمند عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وايي، دمګړۍ د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د کورونا ضد واکسین بهیر روان دی چې هم یې وقایه رامنځ ته کړې او هم یې له کورونا څخه د خلکو وېره راکمه کړې ده.
خو د دې ټولو باوجود ډاکټر سعید احمد سعید ټینګار کوي چې ټول خلک باید واکسین وکړي او روغتیايي سپارښتنې همیشه رعایت کړي.
« زموږ سره د کورونا مخنیوي په برخه کې دوه پروژې مرسته کوي چې یو یې ډبلو اف پي او بله خپله د کورونا پروژه ده، خو هغه کورونا پروژي قرارداد ختم شوی، اوس موږ بیرته هڅي پیل کړې چې هغه نوی کړو.»
لنډه دا چې که څه هم واکسینو د کورونا پر وړاندې د خلکو روحیه پیاوړې کړې، خو د ډاکټرانو په خبره، خلکو ته پکار ده چې روغتیايي لارښوونې لاهم مراعات کړي، ځکه د نړۍ په ډېری هېوادونو کې هغه خلک هم په کورونا اخته شوي چې واکسین یې اخیستی.
ډاکټران وايي، د کورونا واکسین په چورلټ ډول په کورونا د خلکو د نه اخته کېدو علت نه‌دی، بلکې واکسین د ناروغۍ شدت په راکمولو کې ونډه لرئ.
د یادونې وړ ده چې کورونا په لومړي ځل په ۲۰۱۹میلادي کال د چین په اوهان ایالات کې رامنځته او په تدریجي توګه ټولې نړۍ ته وغځېده او افغانستان هم یې وځپلو.
په افغنستان کې د کورونا له پیل نه بیا تراوسه پورې له ۱۸۰ زرو څخه زیاتې پېښي ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۶۰زره کسان ترې رغیدلي او شاوخوا۷۶۰۰ نور ترې مړه شوي دي .





کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA