ads

د ۵۵۰انجینیرانو فراغت او غوښتنې

د کابل پول تخنیک پوهنتون له ۱۷ بېلا بېلو څانګو څخه ۵۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.

اسلام الدین احمدي
11 غویی 1403
د ۵۵۰انجینیرانو فراغت او غوښتنې

په دغو مراسمو کې یو شمېر فارغو شوو ځوانانو وویل، خوښ دي چې خپله تحصیلي دوره یې په بریالي توب سره بشپړه کړه، خو دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې په دولتي او نورو ادارو کې د کار زمینه ورته برابره کړي. هغوی همدارنګه غوښتنه وکړه چې حکومت دې په کور دننه او بهر دوی ته د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې هم برابرې کړي.
د پول تخنیک پوهنتون د نفت او ګازو له ډیپارمنټ څخه فارغ شوي کسان زاهد شاه او محمد ادریس وايي، اسلامي امارت دې دغو کسانو ته د کانونو د استخراج او په نورو برخو کې د کار زمینه برابره کړي:
«له حکومت څخه مو همدا غوښتنه ده چې په کانونو او تصفیه خانو کې نوي فارغ شوي محصلین په دندو وګماري او له دوی څخه کار واخلي. شاوخوا څلور کاله مو زده کړې وکړې، باید له دې څخه ګټه واخلو.»
«له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې مسلکي کسانو او محصلینو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړي او دوی جذب کړي.»
په یادو مراسمو کې د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې هېواد ډاکټر، انجینیر، عالم او مهارت لرونکو کسانو ته اړتیا لري، تر څو پرمختګ وکړي.
نومړي زیاته کړه چې دغه ځوانان دې یوازې پر لېسانس بسنه نه کوي، بلکی دوی باید ماسټري او دوکتوراوې هم وکړي چې عملي رتبه یې لا ډېر لوړه شي.
«د اسلامي امارت رهبر په یو مجلس کې ټینګار وکړ چې فارغ شوي محصلین باید په دولتي اداراتو کې ځای پر ځای شي او په دندو یې وګمارئ. ګرانو محصلینو تاسې باید هغه افکار له ذهنونو وباسئ چې بهرنیان به زموږ هېواد ابادوي. موږ باید کار وکړو، خپل کانونونه پخپله راوسپړو او هېواد ودان کړو.»
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر هم ټولو محصلینو ته له مبارکۍ ویلو وروسته وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو فارغو کسانو ته په کور دننه کاري زمینه برابر کړي.
«اسلامي امارت که له یوې خوا د هېواد پر لویو پروژو کار پیل کړی، تر څنګ یې د هېواد د کانونو د استخراج هڅې هم پیل کړې او دا چاره د پول تخنیک پوهنتون له مسلکي کادرونو پرته نه شي کېدای. تاسو ددې برخې مسکي کسان یاست او تاسې ته په دې برخه کې جدي اړتیا ده.»
هر کال د کابل په ګډون د نورو ولایتونو له پوهنتونونو څخه زرګونه ځوانان فارغېږي، خو شکایت کوي چې له فارغېدو وروسته ورته دندې نه پیدا کېږي او ژوند یې له سختو کړاونو سره مخ شي.
د هغوی په وینا، ډېری کسان چې لوړې زده کړې یې کړې، دلته د کار نه پیدا کېدو له کبله اړ شوي چې په سختو او غیر قانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړي او خپل ژوند یې له ستر خطر سره مخ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA