د اسراییلي پوځ لخوا په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه به د خپل ځای ناستي له ټاکلو وروسته له دندې لاس په سر شي.
د اسراییلو د پوځ لوی درستیز جنرال هرزي هالوي او د امنیتي خدماتو مشر رونن بار دواړو د اسرائیلیانو ساتنه کې د پاتې راتلو مسؤلیت منلی، خو پرېکړه یې کړې چې د غزې جګړې ته به دوام ورکوي.
د یادونې ده چې تېر کال د حماس په برید کې ۱۲۰۰ اسراییل یان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۵۰ کسان د حماس لخوا ونیول شول.