نوموړي تېره ورځ په بروکسل کې ویلي چې له مسکو څخه د دغو دواړو هېوادونو پوځي ملاتړ نړیوال امنیت ته بدې پایلې لرلی شي او باید له پامه ونه غورځول شي.
سټولټنبرګ ویلي، د روسیې د پوځي یرغل دوام لپاره مسکو ته په اسیا کې ملګري مهم دي، چې وار له مخه یې پیدا کړي دي.
که څه هم تر اوسه پیونګ یانګ او تهران په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې وړاندې ایران تل د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړه کې له مسکو څخه د خپل نظامي ملاتړ په اړه شوې ادعاوې رد کړې دي.