وروسته له هغه چې د اسرائیلو د دفاع وزارت د غزې له جنوبي ښار خان یونس څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ. د دغې سیمې اوسېدونکي چې نورو سیمې ته بېځایه شوي وو، بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت ویلي ځواکونه یې د رفح سیمه کې او د حماس پر ضد د راتلونکو عملیاتو په هدف له خان یونس وتلي دي.
د مصر پولې ته څېرمه په رفح کې اوسمهال یو میلیون فلسطیانیان مېشت شوي چې د جګړې له پیل راهیسې د دې تراړې له بېلابېلو سیمو یې هلته له جګړې پناه اخیستې ده.
بل خوا په اسراییلو کې د حکومت ضد مظاهرو زور اخیستی پرون هم لاریونوالو له خپل حکومته د حماس له لوري د نیول شویو اسراییلیانو د خوشي کولو لپاره د لا نورو هڅو غوښتنه کوله.