تر دې وړاندې د هند د دفاع وزیر ویلي وو، که کوم ترهګر په هند کې له پېښې وروسته پاکستان ته وتښتي، هندي ځواکونه به هلته هم ورپسې ورشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې د هر ډول تیري پر وړاندې ولاړ دی او هندي چارواکي دې د داسې څرګندونو له لارې د ټاکنو لپاره د ولسي ملاتړ خپلولو هڅه نه کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هند داسې خبرې نه یوازې د سیمې امنیت ته زیان رسوي، بلکې په اوږده مهال کې د دواړو هېوادونو اړیکې هم اغېزمنوي.
ګارډین ورځپاڼې د هند د دفاع وزیر «راج نات سنګ» له قوله ویلي، هند ډېر وخت په پاکستان کې هم ځينې ترهګر او د دوی مرکزونه په نښه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هند او پاکستان د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې نښته وکړه او هندي الوتکو د پاکستان یو شمېر ښارونه بمبارد کړل.