د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې اسراییلي ملېشو تېره ورځ ناوخته دغه بریدونه ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، د غزې له ۲.۳میلیونه وګړو څخه نیمایي یې په دغه ښار کې ژوند کوي، خو اسراییلي ملېشي هره ورځ پر یاد ښار هوایي بریدونه کوي او د غزې پر نورو سیمو هم بریدونه دوام لري.
که څه هم امریکا او نورو هېوادونو له اسراییلو څخه غوښتي چې پر دغه ښار بریدونه ودروي، خو اسراییلو ویلي چې د مصر پولې ته نږدې په یاد ښار کې به د حماس ډلې پرضد ځمکني پوځي عملیات پراخ کړي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې تراوسه له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي.