د ریدر په خبره، ټاکل شوې وه، چې دا سفر وروسته ترسره شوی وی؛ خو په سیمه کې د موجودو امنیتي ګواښونو له کبله یې سفر له ټاکلې مودې مخکې ترسره کړی.
بل لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي، المان په سیمه کې ټول لوبغاړي هڅوي، چې مسوولانه اقدام او له زغم کار واخلي.
هغې ویلي، هیڅوک لېواله نه دي چې د نه وړاندوینې وړ پایلې وګوري.
د یادونې ده، چې ایران تر دې وړاندې ګواښ کړی، چې د سوریې په مرکز دمشق کې به د شوي برید غچ واخلي.
اسرائېلو بیا د ایران د هر ډول سناریو پر وړاندې د چمتووالي خبر ورکړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ