ads

تر اختر وروسته د کاسا زر پروژه پیلېږي

ټاکل چې تر اوږده ځنډ وروسته په افغانستان کې د کاسا زر پروژې عملي چارې پیل شي.

تاج ولي غورځنګ
14 وری 1403
تر اختر وروسته د کاسا زر پروژه پیلېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع‌الله عابد وایي، د کاسا زر پروژې چارې به تر اختر وروسته پیل او تر ۲۰۲۶میلادي کاله پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي په خبره، د یادې پرژوې له بشپړېدو سره به هر کال افغانستان ته ۷۵میلیونه امریکایي ډالر د ټرانزیټ حق هم ورکول کېږي.
عابد په دې اړه وویل:
«دغه سیمه‌ییزې پروژه د نړیوال بانک په ملاتړ تمویلیږي. انشاءالله له کوچني اختر وروسته به ددغه پروژې عملي چاري پیل شي او تر ۲۰۲۶ کاله به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې له هر اړخه د افغانستان لپاره ګټوره ده.»
د کاسا – زر پروژې ټول لګښت یو عشاریه دوه میلیارده ډالره ټاکل شوی چې ۲۶۰ میلیون ډالره یوازې په افغانستان کې پرې لګښت راځي.
په افغانستان کې د کاسا زر پروژه د کندز، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو په ۳۳ ولسوالیو کې تېرېږي چې په عملي کېدو سره به یې دغه ولایتونه له برېښنا برخمن شي.
د دې پروژې د پلي کېدو اوږدوالی ۱۳۸۷کیلومټره ښودلی شوی چې ټرانزیټي برېښنا اندازه یې ۱۳۰۰مېګاواټه ښودل شوې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی نازک میر زیارمل د کاسا زر پروژې د ارزښت په تړاو کلید ته وویل:
«د کاسا زر پروژه د افغانستان اقتصادي وضعیت د غوړیدا لپاره ډېره مهمه او اړینه پروژه ده چې کولای شي، په لسګونه کسانو ته پکې کاري زمینې برابرې شي.»
د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد په برخه کې یوه له مهمو پروژو ده، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې طرحه جوړه شوه او په ۲۰۱۰میلادي کال کې یې هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
همدارنګه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د قرغیزستان تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ بېلابېل تړونونه لاسلیک شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA