د دې ولسوالۍ د کرنې آمریت مسوولین وایي، د دغو مضر ملخانو او حشراتو له راپیدا کېدو سره سم یې په یاده سیمه کې دواپاشې پیل کړې او هڅه کوي چې د کروندې فصلونه له ملخانو څخه وساتي.
د مارمل ولسوالۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ آمریت د کرنیزو توکو د ترویج مدیر محمد نسیم سامع وایي، هڅه کوي د ځانګړو درملو په واسطه د روان کمپاین له لارې ملخان په نطفه کې له منځه یوسي او بزګران او کروندګر یې له افت څخه خلاص کړي.
« موږ د کرنې ریاست له خوا د ملخانو د له منځه وړلو لپاره یو عمومي حشر پیل کړی، چې دا امکانات ورته بسنه نه کوي. که ډېره مرسته ونه شي، ښایي د پستې باغونه په بشپړ ډول له منځه یوسي. د بلخ ولایت مقام څخه غوښتنه کوو، چې په پروسه کې له موږ سره جدي همکاري وکړي.»
په وته وخت کې د مارمل ولسوالۍ کروندګر هم د ملخانو د منځه وړلو له کمپاین څخه خوښ دي او په دې برخه کې له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
د سیمې دوه تنه بزګران سراج الدین او عبدالوکیل وایي، چې ډېر کله په کښتونو باندې د ملخانو راښکته کېدل کروندګر له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ کوي او پکار ده، چې دغه پیل شوی کمپاین په پوره تدبیر، دقت او قاطعیت سره د دې ولسوالۍ په ټولو هغو سیمو کې پلي شي، چې د ملخانو د شتون ویره په کې محسوسېږي.
« د ملخانو دا وضعیت چې ګورو واقعیت کښتونه یې ډېر ځپلي دي. که مخه یې ونه نیول شي امکان لري چې زموږ د پستو ونې او کښتونه نابود کړي. د بلخ ولایت مقام او د ولسوالۍ له مسوولینو څخه لازمي مرسته غواړو.»
« له څرنګه چې وینو د ملخانو مخه نیول د لاس په ذریعه ناممکن دي، ځکه ډژر زیات دي. د دې لپاره د دواپاشۍ ماشینونه راوړل شي او ددې ترڅنګ باید همکارې مؤسسې هم مرسته وکړي، ترڅو د حشراتو مخه ونیول شي.»
ورسته له هغه چې د بلخ ولایت په مارمل ولسوالۍ کې د مضره ملخانو راپیدا کېدو راپورونه ورکړل شوه، د یادې ولسوالۍ ولسوال قاري رسول احمد ابوذر وایي، چې د کرنې ریاست په همکارۍ یې سم دستي خپل فني ټیم، ماشینري او درمل سیمې ته لېږلي دي.
هغه زیاتوي؛ چې ملخانو له تېرې یوې اوونۍ راهيسې د مارمل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې را څرګند شوي، چې ژر به یې له شتون څخه کروندې او بڼونه پاک کړي.
« یو ډول ملخان او چینجي د کښتونو او د ونو پاڼې خوري. لس ورځې وړاندې د دهنه تنګي سیمه کې حشراتو په کروندو یرغل کړی و؛ نو په همدې اساس د ځنګلونو مدیریت سره موږ یوه اضطراري غونډه ونیوله او عاجل مو د دواشیندلو حشر پیل کړ»
د بلخ ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د مارمل ولسوالۍ پر شاوخوا ۱۲ زره هکټاره ځمکه باندې طبیعي ځنګلونه موجود دي، چې پسته، بادام، انځر او ارچه یې مهمه برخه تشکیلوي.