هغه د ترکیې له صدراعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي چې په دغو مذاکراتو کې د دوی له رول څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې.
نوموړي که څه هم په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې خپل منځګړیتوب ارزوي او دا تحلیلوي چې ښکېل اړخونه د دوی له منځګړیتوب سره څنګه تعامل کوي.
ال ثاني ویلي، سره له دې چې د حماس مشران په قطر کې اوسېږي، خو بیا هم د قطر لپاره په دې منځګړیتوب کې محدودیتونه موجود دی.
دی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې یې ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند په اړه خبرې حساس پړاو ته رسېدلي.
نوموړي څرګنده کړې چې په غزه کې د اسراییلو له لوري ټول وژنه په کلکو ټکو غندي او هڅه کوي چې د اوربند په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې پر غزه د اسرائیلو د یرغل له پیل راهیسې تر ۳۴ زرو زیات کسان وژل شوي چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي.