د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د شهرک سیمې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د دوشنبې شپې د ډزو په پېښه کې لږ ترلږه اووه کسان ووژل شول.
بلخوا، د هرات د شیعه عالمانو عمومي شورا له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د دغه برید عاملانو ته سخته سزا ورکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیت او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دا برید په سختو ټکو غندلی دی.