د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې په امریکايي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابت هورست او په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم هم شامل وو.
د دې لیدنې په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.
تر دې وړاندې امریکایي چارواکو ویلي وو چې «جان باس» به د افغانستان په اړه له پاکستاني او قطري چارواکو سره خبرې وکړي.
بلخوا اسلامي امارت تل ویلي چې د افغانستان په اړه له دوی سره مخامخ خبرې به ستونزې هوارې کړي او پکار ده چې د افغانستان اړوند موضوعاتو په اړه له دوی سره خبرې وشي.