ads

په بلخ کې پر څلور زره کورنیو مرستې ووېشل شوې

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بشیر نوید ګروپ اړوند د سوداګریز بنسټ له خوا پر څلور زره بې وزله او مستحقو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

احمدالله ستانکزی
14 وری 1403
په بلخ کې پر څلور زره کورنیو مرستې ووېشل شوې

د یاد بنسټ مسوولین وایي، د دغو څلور زره اړمنو کورنیو له ډلې څخه شاوخوا ۲۵۰۰ کسان د بلخ پوهنې ریاست اړمن استادان دي چې مرستې ورسره وشوې.
د بشیر نوید ګروپ مسوول خیرالدین مایل وایي، د بلخ، کابل او پروان په ګډون یې په یو شمېر نورو ولایتونو کې د خوراکي توکو مرسته کړې او په خبره، یې یاده لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
« نن له څلور زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه، د روژې میاشتې نه وړاندې هم موږ بشري مرستې درلودې او له دې وروسته هم جریان لري. د بلخ، کابل او پروان په ګډون مو په شمېر نورو ولایتونو کې هم د بې سرپرستو او مستحقو کورنیو سروې کړې او له هغوی سره مرسته کېږي»
له مرستو برخمن شوې کورنۍ خوښې دي او د هېواد له نورو ملي سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې د بې وزله کورنیو لاسنیوی دې وکړي.
محمد مقیم او محمد نبي چې مرستې ترلاسه کړي وایي، دغه لنډمهاله مرستې بسنه نه کوي او حکومت او همکاره بنسټونه دې ورته اوږدمهاله د کار زمینه برابره کړي.
« له نورو تاجرانو څخه هم غوښتنه لرو، چې د غریبو، بېچاره، کوڼډو او یتیمانو لاسنیوی دې وکړي، ځکه دلته څلوېښت کاله جګړې وې او اوس سخته بې روزګاري ده، چا چې مرسته کړې، خدای ج دې نوره هم حلاله روزي ورکړي»
« موږ د بشیر نوید ګروپ له مرستو ډېر منندوی یو، چې کمک یې راسره وکړ او نورو سوداګرو هم غواړو، چې دغه ډول مرستې دې له مستمندانو سره وکړي»
بلخوا، د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې رییس اسدالله اسدي پر بې وزله کسانو د مرستو وېشلو هرکلی کوي او له نورو ملي سوداګرو څخه غوښتنه یې وکړه چې په اوسنیو سختو شرایطو کې دې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي.
« د بشیر نوید ګروپ په ښه موقع سره له اړمنو کسانو سره مرسته وکړه، دغه بنسټ د کورونا او سیاسي تحولاتو په وخت کې هم کمک کړی و او له نورو مدد کوونکو سره سوداګرو هم غواړم، چې په دغه ډول مرستو کې ونډه واخلي»
دا په داسې حال ده، چې تر دې واندې هم په مزارشریف ښار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري، په ۶۰۰ کورنیو باندې خوراکي توکي وېشل شوي وو.
له دې ټولو سره، سره د خراب اقتصاد له کبله، بیا هم د خلکو غوښتنې دا دي، چې بنسټونه او حکومت دې د لنډمهاله مرستو پرځای خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA