ads

د شل اوریز کرکټ نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

شېرشاه عزیزي
12 غویی 1403
د شل اوریز کرکټ نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان شوه

کرکټ بورډ په یوه خبر پاڼه کې لیکلي چې دا ځل به د افغانستان کرکټ لوبډله د راشدخان په لوبډلمشرۍ په شل اوریز نړیوال جام کې ګډون وکړي.
په دې ۱۵کسیزه لوبډله کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمداسحاق، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشدخان، ننګیالی خروټی، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضل حق فاروقي او فریداحمد ملک ځای پر ځای شوي دي.
صدیق اتل، حضرت الله ځاځی او سلیم ساپی د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې اخیستل شوي دي.
د ویلو ده چې شل اوریز نړیوال جام به د راتلونکې جون میاشتې په ۲ نېټه پیل شي او د افغانستان ټولې سیالۍ په ویسټ اینډیز کې ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA