د امریکا جمهور رییس جو بایډن هم ویلي چې له اوکراین سره د امریکا مرستې او په دې اړه د واحدې رهبرۍ پرېکړې نړۍ ته روښانه پیغام ورکړ چې دوی له اوکراین سره کلک ولاړ دي.
نوموړي ویلي، غواړي ژر دا مصوبه د قانون په توګه لاسلیک کړي چې هر څو ژر اوکراین ته هغه وسلې ولېږل شي چې د جګړې په ډګر کې يې بېړنۍ اړتیا ده.
خو روسيې بيا په ځواب کې ويلي چې دا مرستې به د اوکراين لپاره د لا زياتې تباهۍ سبب شي.
د امریکا په کانګرېس کې دغه رایه اچونه شپږ میاشتې وځنډېده چې په دې موده کې اوکراین د مهماتو له کمي سره هم مخ شو او روسیې یې ډېرې سیمې لاندې کړې.