یونیسف د خپلو فعالیتونو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د مارچ په میاشت کې یې د ماشومانو د خونديتوب لپاره ١٩۵ زرو ۱۸۶ اړمنو ته خدمات وړاندې کړي چې نږدې ۳٢زره واړه هلکان او ۲۲ زره کوچنۍ نجونې دي.
یونیسف ویلي چې د بشري، ټولنیزو مرستو او ټولنیزو رضاکارانو په برخو کې یې ۱۶۲۵ کارکوونکي روزلي چې د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په نادولتي اداروکې د ښځو پر کار کولو دوامداره بندیز د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د دوی پر فعالیتونو منفي اغېز کړی.
اسلامي امارت د ۲۰۲۲ میلاديکال د ډیسمبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په ټولو غیردولتي دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د حکومت له دې پرېکړې وروسته یو شمېر مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول او ځینو یې د خپلو فعالیتونو کچه راټيټه کړه.