ads

د کارګر نړیواله ورځ، خلک د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړیوالې ورځې په نوم، په دغه هدف نمانځل کېږي چې کارګرو ته پاملرنه وشي او د کار خوندي چاپېریال ورته برابر شي.

اسلام الدین احمدي
12 غویی 1403
د کارګر نړیواله ورځ، خلک د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، په وروستي کال کې یې په ټول هېواد کې له ۱۳۰زرو ډېرو کسانو ته په دولتي او خصوصي ادارو کې د کارکولو په هدف کاري جوازونه وېشلي دي.
د یاد وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي کلید راډیو ته وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د کارګرو ستونزو ته د رسېدو او لا ډېرو کاري فرصتونو برابرولو هڅه کوي.
ابراهیمي زیاتوي چې وزارت یې په هېواد کې د بې کارۍ کچې معلومولو او دې برخه کې د ستونزو د حل په هدف غواړي د بېلا بېلو ادارو، ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د کار ملي کنفرانس هم تر سره کړي.
«هڅه دا ده چې کارګرو لپاره لا ډېر کاري فرصتونه برابر شي چې په دې لړ کې دکانونو په استخراج کې ډیری هېوادوالو ته کار زمینه مساعده شوې. اسلامي امارت په دې برخه کې ژمن دی او هڅه کوي چې په هېواد کې زیات کاري فرصتونه ایجاد شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار ملي کنفرانس په دایرولو سره هڅه کوي په دې برخه کې یوه ګډه همکاري رامنځته کړي، تر څو هېواد کې په خصوصي سکټور کې زیات کار تولید شي.»
یو شمېر کارګران هم د یادې ورځې په مناسب له اسلامي امارت څخه په هېواد کې د لا ډېرو کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښته کوي.
۵۲ کلن عبدالحکیم، چې خپله هم د کورنۍ نفقې پیدا کولو لپاره کار کوي، د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي:
«پیغام مې هغو ځوانانو ته چې بهرنیو هېوادونو ته د کار په هدف ځي، دا دی چې دوی باید هڅه وکړي چې په خپل هېواد کې ځانته کار ولټوي. له اسلامي امارت څخه مې هم غوښتنه دا ده چې باسواده ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته او تر څنګ یې نا لوستو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.»
دوه تنه کارګران فریدون او اجمل چې د کابل یوه څلورلارې ته د کار موندلو په هدف راوتلي وايي، کاري فرصتونه د پخوا په پرتله یو څه کم شوي او دوی یې اندېښمن کړي دي.
دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې په ټولو دولتي او خصوصي شرکتونو کې دې کارګر جذب کړي.
«حد اقل موږ ته د کار یوه زمینه برابره شي، یو شرکت یا یوه فابریکه وي چې سهار ورته لاړ شو. تر مازدیګره کار وکړو، خپله حلاله مزدوري تر لاسه کړو او کور ته لاړ شو.»
«زه نجار یم او د نجارۍ کارونه کوم او ټول وسایل مې د بایسکل شاته تړلي چې کار پیدا کړم. له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه ده چې موږ کاریګرو ته د کار زمینه برابره کړي.»
په افغانستان کې د کارګرو ټولنې مشر راز محمد احمدي وايي، بې کاري یوازې په افغانستان کې نه، بلکی په ټوله نړۍ کې ده، خو دلته یې ممکن کچه یو څه لوړه وي.
دی زیاتوي، اسلامي امارت ته په کار ده چې له مختلفو لارو چارو په استفادې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي:
«په افغانستان کې د کارګرو ټولنې شورا له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د اسلامي احکامو په رڼا کې د کار قانون، د کار نړیوال کنوانسینونو مطابق ځوانانو ته د کار زمینه له ښه معاش سره برابره کړي او د دې تر څنګ کاري بیمه هم ورته وټاکي چې ضروري ده.»
د یادولو ده چې د هېواد یو شمېر ځوانان، چې لوستي هم پکې شامل دي، د کار او مزوردۍ لپاره نورو هېوادونو ته په سختو، غیر قانوني او مرګونو لارو د تلو هڅې کوي.
خو په کور دننه د ځینو کاري فرصتونو برابرول پر داسې لار د تلونکو ځوانانو مخه هم راګرځولی شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA