د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي له « NBC» خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي چې په تېرو څو ورځو کې غزې ته په ډراماتیک ډول مرستې زیاتې شوې او باید دغه لړۍ دوام پیدا کړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند زیاته کړې چې دوه زره لارۍ مرستې غزې تړانګې ته دننه شوې دي.
تر دې وړاندې د امریکا جمهور رییس جوبایډن هم ټینګار کړی چې اسراییل دې په غزه کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د نه پاملرنه په صورت کې به د اسراییلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
په غزه کې د اسراييلو له هوايي او ځمکنيو بریدونو شپږ مياشتې تېرې شوې او په دغو بریدونو کې تر ۳۳زره او ۵۰۰ډېر ملکي وګړي وژل شوي او تر ۷۴زره ډېر نور ټپیان شوي دي.