ads

د استرالیا لخوا د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو غوښتنه

د استرالیا حکومت د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې.

Shersha azizi
22 وری 1403
د استرالیا لخوا د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو غوښتنه

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ وویل چې د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل به په منځني ختیځ کې د سولې بهیر بیا پیل کړي او په سیمه کې به افراطي ځواکونه کمزوري کړي.
نوموړي وویل، د فلسطيني دولت په رسميت پيژندل به نه يوازې د فلسطينيانو د هيلو د تحقق فرصت برابر کړي، بلکې په سيمه کې به د سولې بهير پياوړی کړي.
له څو لسیزو راهیسې د یو خپلواک دولت په توګه د فلسطین په رسمیت پیژندل د ډیرو هیوادونو لخوا د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې د حل لاره ګڼل کیږي.
امریکا، اسټرالیا او د اروپا اکثره لویدیځو هیوادونو ویلي دي چې دوی ټول غواړي یوه ورځ یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني، خو ټینګار یې کړی چې دا چاره به هغه وخت تر سره شي چې د بیت المقدس برخلیک او د فلسطین او اسرائیلو د سرحدونو په څیر اختلافي مسایل حل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA