د پاکستان استخباراتي ادارو د کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی چې وسله والې ډلې ښایي د کوچني اختر په ورځو کې په ملکیانو، حکومتي او نظامي ودانیو او هغو سیمو باندې بریدونه وکړي چې پولیس پکې اوسیږي.
تر اوسه نده معلومه چې د پاکستان حکومت دومره ډیر شمیر امنیتي ځواکونه په احتیاطي توګه د امنیت لپاره ګماري او که په ریښتیا هم وسله والو پدې ورځو کې د بریدونو ګواښ کړی.
د پنجاب پولیسو ویلي چې یوازې په دې ولایت کې څه باندې ۵۲ زره پولیس د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي.
د پاکستان حکومت داسې مهال د امنیتي تدابیرو د ډیروالي خبر ورکوي چې په دې هیواد کې یوازې په تیرو دریو میاشتو کې ت۴۳۰ تنه په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.