ads

بایډن: غزه کې باید ملکي خلکو خوندیتوب ته زمینه برابره شي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې له اسرائیلو سره مرستې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب پورې تړلې دي

کامران احمدزی
17 وری 1403
بایډن: غزه کې باید ملکي خلکو خوندیتوب ته زمینه برابره شي

هغه له د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي چې اسرائل باید په څرګند ډول داسې اقدامات وکړي چې له مخې یې د ملکي خلکو د زیان مخنیوی ااو د بشري مرستو کارکوونکو خوندیتوب ته زمینه برابره شي.

بایډن ویلي، د بشري مرستو پر کارکوونکو او په ټوله کې هلته  اوسنی روان بشري وضعیت د منلو نه دی.

بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین هم ویلي چې که د ملکي خلکو د وژنو په مخنیوي کې اسرائیل خپله پالیسي بدله نه کړي؛ نو د دوی لپاره به د امریکا په پالیسي کې هم ژور بدلون راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسرائیلو د یرغل څه باندې پنځه میاشتې تېرېږي، چې تر اوسه یې له ۳۲ زرو زیات ملکي کسان وژلي.

په وژل شویو کسانو کې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA