ads

د حماس یو پلاوی قطر ته ځي

په غزه کې د اوربند لپاره د خبرو په دوام د حماس یو لوړ رتبه پلاوی قطر ته ځي، تر څو د اوربند او سولې په تړاو په خبرو کې برخه واخلي.

شېرشاه عزیزي
11 غویی 1403
د حماس یو پلاوی قطر ته ځي

د حماس یوه جګپوړي چارواکي ویلي، که څه هم د اسراییلو د وړاندیز په اړه کومه ستونزه نه لري، خو په وینا یې لا هم په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
د اسراییلو د اټکل له مخې، اوس هم په غزه کې ۱۲۹تنه اسراییلیان له حماس ډلې سره بندیان دي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په سعودي عربستان کې دی او هلته به د یوې موافقې د ترلاسه کولو پر هڅو هم خبرې وکړي.
بلخوا، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د سعودي عربستان تر سفر وروسته اردون او اسراییلو ته سفر وکړي.
د هغه د سفر هدف په غزه کې د اوربند، بندیانو پر تبادلې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې دي.
خو له دې سره په ځنګ کې د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه دیارلس تنه وژل شوي دي.
تر دې مخکې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ویلي وو چې امریکا یوازنی هېواد دی چې کولای شي پر رفح ښار د اسراییلو د برید مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسرایيلو په بمباريو او ځمکنيو بريدونو کې تر ۳۴۰۰۰ زيات کسان وژل شوي او د غزې يوه لويه برخه ويجاړه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA