ads

په بدخشان کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

په بدخشان کې د امنیتي ځواکونو پر رینجر موټر په چاودنه کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کامران احمدزی
19 غویی 1403
په بدخشان کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه نن شاوخوا یولس بجې د فیض اباد ښار د «جوزون پل» ته څېرمه شوې ده.
په خبره پاڼه کې راغلي چې چاودنه په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
په دې چاودنه کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې د پېښې په اړه د پلټنو خبر ورکړی دی.
تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA