ads

ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل

د یاد هېواد د «فضايي سازمان» ویاند حسین دلیریان پر خپله ایسک پاڼه لیکلي چې پر اصفهان ښار د بریدونو هیڅ برید نه دی شوی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي

کامران احمدزی
31 وری 1403
ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن سهار په اصفهان ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

اې بي سي نیوز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا بریدونه د اسرائیلو له لوري شوي دي.

په همدې حال کې ایراني رسنیو بیا ویلي چې د ایران هوايي دفاعي سیسټم دا بریدونه شنډ کړي دي.

اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې ایران په دمشق کې د دوی پر قونسلګري د برید په غبرګون کې د تېرې یکشنبې په شپه پر اسرائیل بریدونه وکړل.

د اسرائیلو حکومت ویلي چې د ایران بریدونه به بې ځوابه پرېنږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA