ads

د خوست ښار پاکوالي لپاره عمومي اشر ترسره شو

د خوست ښار د پاکوالي لپاره چې د وروستیو ورښتونو له کبله د ښار سړکونه او کوڅې له خاورو ډکې شوې وې، ولسي اشر وشو.

شېرشاه عزیزي
16 غویی 1403
د خوست ښار پاکوالي لپاره عمومي اشر ترسره شو

د ښاروالۍ مسوولين وايي، له دغه اشر يې هدف د ښار د سړکو او کوڅو پاکوالی دی چې په تېرو څو ورځو کې پرلپسې بارانونو چټلې کړې وې.
د خوست ښاروالۍ د ښاري حکومتوالۍ اجتماعي او کلتوري مدير صالح جان همدرد د دغه اشر په اړه وویل:
«دا چې خوست ښار کې د پرلپسې بارانونو شاهد و، نو د ښاروالۍ مقام دا هدايت و چې يو عمومي اشر په لار واچوي، چې په دې کې موږ سره د اصنافو غړي، د مشورتي بورډ غړي، په ښوونځیو کې د ښاروالۍ کميټې او په عموم کې خوست ښاریان له موږ سره موجود وو نو موږ منندوی یو چې له موږ سره یې په دې اشر کې برخه واخیسته.»
د خوست ښار اوسېدونکي او د اشر ګډونوال هم د ښار د پاکوالي لپاره دا ډول عمومي اشرونه ډېر اغېزمن بولي.
د اشر يو تن ګډونوال فرید تنها وايي، د عامه کارونو ترسره کول د اشر له لارې په اسانۍ سره او په کم وخت کې ترسره کېږي:
« تر ټولو یوه مهمه خبره دا ده چې خوستي ځوانان راټوليږي او اشر ترسره کوي، ترڅو دغه ښار پاک او صفا وساتل شي. زما هيله له ټولو خوست مېشتو دغه ده چې دا ښار صفا وساتو او د دغه ښارنظافت ته پام وکړو.»
عبدالرحمن محبت هم په دغه اشر کې برخه اخیستې او له ښاريانو غوښتنه کوي،چې، ښار خپل کور وګڼي او پاکوالي ته یې پام وکړي:
«د ښاروالۍ کارکوونکي تقریباً سل کسان به وي نو دوی دغه ځایونو کې څلور پنځه ورځې کار به یې کړی وی خو موږ تاسو په نیم ساعت کې د اشر په شکل سره دغه کار پای ته ورسولو او خپل ښار مو پاک وساتلو او خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شو.»
دغه اشر د خوست ښاروالۍ له خوا ترسره شو چې، د خوست ښاريانو، د ښوونځيو زده کوونکو، مدني فعالانو او لسګونه نورو عامو خلکو په کې برخه اخیستې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA