د دغه هېواد چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې خپلې پولې د روسي سیلانیانو پر مخ تړي.
د ناروی په دې اقدام سره به د اروپا د شینګین ویزې حوزې ته د روسي سیلانیانو وروستۍ مستقیمه لاره هم بنده شي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د مې له ۲۹ څخه به اکثریت روسي سيلانيان ونه شي کولای چې ناروې ته داخل شي.
ناروې د شمالي اتلانتیک تړون د سازمان (ناټو) او د شینګین د حوزې غړی هېواد دی، خو د اروپایي اتحادیې غړی نه دی.
دې هیواد د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته روسي اتباعو ته د ډېرو سیاحتي ویزو ورکول بند کړل.