ads

په ۲۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

شېرشاه عزیزي
9 غویی 1403
په ۲۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل

یادې ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره نن یکشنبه د ثور ۹مه په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر سیمو او مرکز کې د ٢٠ او ٨٠ کيلومترو په سرعت سره د قوي بادونو لګېدو احتمال هم ورکړى دى.
یاده دې وي چې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
په تازه پېښه کې پرون مازدیګر مهال د کابل جلال آباد پر لویه لار د درونټې په سیمه کې د غره ښوييدو په پېښه کې څلور تنه هېوادوال وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA