د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ترکیې د کډوالو ادارې مشر اتیلا توروس په مشرۍ پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د کډوالۍ د مدیریت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د مافیايي کړیو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.
په دې کتنه کې امیر خان متقي له ترکي پلاوي غوښتي چې افغانانو ته د ویزو په برخه اسانتیاوې رامنځته کړي تر څو دوی وکولای شي په قانوني توګه ترکیې ته سفر وکړي.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او د خصوصي سکتور پر ودې هم خبرې شوي دي.