د ډبلیو اف پي افغانستان څانګې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی هڅه کوي تر څو اړو سیمو ته مرستې ورسوي.
یاد پروګرام ویلي چې تراوسه یې له نژدې شل زره سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.
د یادونې ده چې د بغلان، غور او فاریاب په ګډون یو شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو.
دغو سېلابونو خلکو ته پر مالي زیانونو سربیره سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.