ads

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا ځل د لوړېدو په حال کې دي

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، له تېرو څو ورځو راهیسې په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا د لوړېدو په حال کې دی.

منصور یوسفزی
16 غویی 1400
روغتیا وزارت: د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا ځل د لوړېدو په حال کې دي

پاکستان او هند ته د هېوادوالو تګ او راتګ او ترڅنګ یې روغتيايي لارښوونو ته د دوی نه‌ پاملرنه هغه عوامل په ګوته کېږي چې له کبله یې د کرونا ويروس مثبتې پېښې زياتې شوې دي.

په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو ګراف يو ځل بيا د لوړېدو په حال کې دی او په دې تړاو اندېښنې هم زياتې شوې دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له‌مخې، پاکستان او هند ته د هېوادوالو تګ او راتګ د دې سبب شوی چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کرونا مثبتو پېښو شمېر زيات شي.

د ياد وزارت د وياند مرستيال ميرویس علی‌زی د هېوادوالو له‌خوا روغتيايي لارښوونو ته نه‌ پاملرنه بل هغه علت په ګوته کوي چې له امله یې د مثبتو پېښو ګراف لوړ شوی دی.

نوموړي له کليد سره د خبرو پر مهال د کوچني اختر رارسېدو ته په اشارې وويل، په اختر کې د مثبتو پېښو د زياتېدو د مخنیوی په هدف، هېوادوال بايد له تګ او راتګ څخه ډډه وکړي.

علي‌زي وويل:

«که چېرې د وروستيو څو ورځو ارقامو ته پام وشي، ليدل کېږي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په لوړېدو دی، هند او پاکستان ته د هېوادوالو تګ او راتګ سبب شوی چې د پېښو ګراف لوړ شي، پر دې سربېره بل علت دا دی چې خلک د روغتيا وزارت لارښوونې نه عملي کوي.»

له بل لوري ډاکټران هم د کرونا وروستی ناورین د اندېښنې وړ بولي او وايي چې هېوادوال ياده ناروغي جدي نه‌ګڼي او لارښوونې هم نه عملي کوي.

روغتیا پال سید رحمان نورزي کليد ته وويل، که هېوادوال کرونا جدي ونه‌ګڼي او لارښوونې عملي نه‌کړي، نو افغانستان به د هند له برخليک سره مخ شي.

دی زياتوي، د وضعيت د کنټرول په هدف دې هېوادوال ماسک وکاروي، ټولنیز واټن دې مراعات کړي او ترڅنګ یې له غیر ضروري ډله ییزو راټولېدنو څخه ډډه وکړي.

نورزي وويل:

«د کرونا له امله وروستی وضعيت د اندېښنې وړ دی، ځکه مثبتې پېښې بيا د زياتېدو په حال کې دی، که لارښوونې مراعات نه‌شي، نو افغانستان به د هند له برخليک سره مخ شي او وضعيت به له هغې هم ګواښوونکی شي، ځکه دلته وسايل او تجهیزات هم د هند په پرتله کم دي.»

پر دې سربېره کابل ښاريان هم مني چې د روغتيايي لارښوونو د نه عملي کېدو ترڅنګ ياد ویروس هم جدي نه‌ګڼل کېږي.

دوی زياتوي، هند او پاکستان د کرونا ویروس له کبله ډېر ځپل شوی او له کوم محدودیت پرته یادو هېوادونو ته د هېوادوالو تګ راتګ د دې سبب شو چې مثبتې پېښې زیاتې شي.

د کابل اوسېدونکي احمدشاه کليد ته وويل:

«له بده مرغه موږ افغانان کرونا ویروس جدي نه‌ګڼو او دا موږ ته لوبې ښکارې، دا ویروس بايد جدي وګڼل شي او ټولې لارښوونې بايد عملي شي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی او هټۍ‌وال محمد ابراهيم کليد ته وويل:

«هند او پاکستان کې کرونايي وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دی او هره ورځ هېوادوال ياد هېواد ته تګ او راتګ کوي، د دې مخنیوی بايد وشي او همدا یې لامل دی چې د مثبتو پېښو شمېر زيات شوی دی.»

د روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوس‌مهاله په ټول هېواد کې ۶۱ زره او ۱۶۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوی چې له ډلې یې ۵۳زره او ۷۵۰ کسان بېرته روغ شوي او ۲زره او ۶۶۴ کسان بيا مړه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA