د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک کلید ته دا خبره تایید کړه.
هغه زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې دوې مېرمنې او درې ماشومان شامل دي.
د ده په وینا، په دې کښتۍ کې یو عراده موټر او درې موټرسایکلونه هم ځای پر ځای شوو چې ټول په اوبو کې ډوب شوي دي.
نوموړی همدارنګه وویل، اوس مهال خلک هڅه کوي چې ډوب شوي کسان له اوبو راوباسي.