د یاد ولایت د والي ویاند عمر ځواک کلید ته وویل، پېښه نن سهار مهال رامنځته شوې چې دوه تنه سرتیري پکې سطحي ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د پېښې علت معلوم نه دی او دا چې یاده الوتکه ویشتل شوې او که لوېدلې، په دې اړه به وروسته معلومات خپاره شي.
د یادولو وړ ده چې څو مياشتې وړاندې هم په کجکي ولسوالۍ کې یوه قراردادي الوتکه لوېدلې وه.
وسله والو طالبانو د الوتکې لوېدو پېښه ومنله.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي پر ټوېټرپاڼه لیکلي، الوتکه د بمبار لپاره سیمې ته تللې وه چې د دوی د جنګیالیو له لوري ویشتل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ