ads

په بلوچستان کې پر پوځ د بریدونو دوام

پاکستانۍ رسنۍ وایي چې پرون ناوخته د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

شېرشاه عزیزي
13 وری 1403
په بلوچستان کې پر پوځ د بریدونو دوام

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د بلوچستان د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې په دغه برید کې د پاکستان د بم شنډونکو پوځیانو ډله په نښه شوې ده.
تر دې وړاندې هم د بلوچستان په هرنای ولسوالۍ کې یو چاودنې یو کس وژلی او ۱۴ نور یې ژوبل کړي وو.
تېره اوونۍ یو شمېر وسله وال په ګوادر بندر کې د امنيتي ځواکونو يوه کمپلکس ته ننوتلي وو او څو ساعته یې جګړه وکړه.
د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر بنسټ، په هغه پېښه کې دوه پوځيان او اته وسله وال وژل شوي وو.
د دواړو پېښو مسووليت د بلوڅ بېلتونپالې ډلې منلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA