ads

په یوه میاشت کې ۱.۷میلیونه ټنه صادرات او واردات شوي

د مالیې وزارت پر ایکس‌پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په دې وروستیو کې د هېواد د ګمرکونو چارې ۲۴ساعته شوې او ورسره د وارداتو او صادراتو کچه هم لوړه شوې ده.

صفورا صافۍ
11 غویی 1403
په یوه میاشت کې ۱.۷میلیونه ټنه صادرات او واردات شوي

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په وري یا حمل میاشت کې د هېواد له ګمرکونو څخه د ۵۰میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱.۷میلیونه ټنه توکو صادرات او واردات ترسره شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېر ۱۴۰۲لمریز کال کې ګمرکي چارې ۸.۲سلنه چټکې او د پخوا په پرتله ښې شوې دي.
بلخوا، د مالیې وزارت مسوولین په دې وروستیو کې د ګمرکونو په وضعیت کې د مثبتو بدلونو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي چې د ګمرکونو فعالیت ۲۴ساعته شوی او په بېلابېلو برخو کې د فساد مخه نیول شوې ده.
احمد ولی حقمل وایي:
«د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه وروسته د هېواد په ټولو ګمروکونو کې په فوق العاده توګه مثبت تغیرات راغلي. دا تغیرات ځینې یې بېروني او کورني اړخونه لري. کورني تغیرات دا دي چې زموږ اکثره ګمرکونه له ۱۶ساعتونو څخه تر ۲۴ ساعته پورې فعال دي. د فساد مخه په پوره ډول نیول شوې. ټول ګمرکونه د سیستم له لارې مرکز سره وصل دي. په ګمرکونو کې ډیجیټلي تلې نصب او سکېنرې به هم نصب شي.»
بلخوا، اقتصادي شنونکي هم پر دې باور دي چې د ګاونډیو هېوادونو تر منځ دې سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې له کوم خنډ پرته دوام وکړي.
اقتصادي شنونکي هغو اندېښنو ته په ځواب کې چې، ګواکي ډېری وخت د هېوادونو تر منځ سیاسي مسایل او نورې ستونزې ټرانزیټ او سوداګري پیکه کوي، وایي چې د هېوادونو تر منځ دې هر ډول سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې له سیاسي او نورو مسایلو سره نه تړل کېږي.
اقتصادي شنونکی رحیم الله مرجان وایي:
«کوم هېوادونه چې له افغانستان سره ګډې پولې لري، باید تر منځ یې له هر ډول ستونزو پرته سوداګریزې راکړې ورکړې دوام وکړي او له سیاسي مسایلو سره دې نه تړل کېږي. که د یوه هېواد اقتصاد جوړ وي، سیاست یې پخپله په پښو درېږي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالرحمن درد هم پر دې باور دی چې ټرانزیټ او سوداګریزې اړیکې دې له سیاسي مسایلو او سیاسي رقابتونو څخه لرې وساتل شي.
هغه زیاتوي:
«که افغانستان پخپلو اقتصادي پالیسیو کې تغیر راوړي، له خپلو ګاونډیانو سره خبرې وکړي او لږ تر لږه په سیاسي مسایلو ډېر تمرکز ونه کړي. سوداګري د سیاسي وضعیت ښکار نه کړي؛ دا به ډېره غوره وي.»
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې هم مالیې وزارت ویلي چې د پخوا په پرتله یې عوایدو کې ډېروالی راغلی.
د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ بېلابېلو سیاسي مسایلو ډېرکله پر سوداګرۍ او ټرانزیټ منفي سیوری غوړولی او اقتصادي شنونکي له دولتونو غواړي چې سوداګري او ټرانزیټي مسایل دې له سیاسي ستونزو لېرې وساتي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA