ads

د کورونا په اړه بحثونه او خبرې اترې

په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ په څېر د کرونا ویروس له دویمې او ان درېیمې څپې سره مخ دی، خو د لومړۍ څپې له رواني اغېزو لاهم افغانانو خلاصی نه‌دی موندلی.

Taj Wali Ghorzang
23 مرغومی 1399
د کورونا په اړه بحثونه او خبرې اترې
د کابل پوهنتون استاد او د روان‌پوهنې کارپوه شمس غزنوي وايي، د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال افغانان له رواني پلوه سخت ځپل شوي دي. نوموړی وايي: «اوس که څه هم د کرونا له نویو څپو سره مخ یو، خو د لومړۍ څپې اغېزې لا هم د ځینو خلکو پر روان ښکاره دي.»
استاد غزنوي زیاتوي، که څه هم په پیل کې ډېری خلکو کرونا ویروس دروغ ګاڼه، خو وروسته چې خلکو د رسنیو له لارې خبرونه او راپورونه واورېدل/ولېدل، په دې وپوهېدل چې کرونا یوه خطرناکه ناروغي ده؛ داسې ناروغي چې مستقیم د خلکو ژوند ګواښي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالمعید کوهستاني بیا د کرونا ویروس د لومړۍ څپې د پیل پر مهال د رسنیو اغېز په اړه وویل، که خلکو ته رسنیو پر وخت معلومات او عامه پوهاوی نه‌وای ورکړی، نو ممکن کرونا ناروغۍ ډېر زیان متوجه کړی وای.
د ډاکټر کوهستاني په وینا، ځینو رسنیو د کرونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال خلکو ته پر وخت او ډېر دقیق معلومات ورسول، څو د دغه ویروس او ناروغۍ په اړه پوهاوی لوړ شي، خو په خبره یې ځينو رسنیو بیا په دې برخه کې ناغیړي هم کړې او د معلوماتو وړاندې کولو پرمهال یې له ډېر دقت څخه کار نه‌اخیست چې دې کار د خلکو په عامه پوهاوي ښه اغېزه ونه‌کړه.
د افغانستان عامې روغیتا وزارت د عامه اړیکو سلاکار عثمان طاهري بیا وایي، کرونا ویروس نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ ګنو هېوادونو خلک له رواني اړخه وځپل چې تر ټولو ډېر یې د وروسته پاتې هېوادونو خلک وو. طاهري زیاته کړه، د وروسته پاتې هېوادونو لویه ستونزه دا وه چې روغتیايي اسانتیاوو ته یې لازم لاس‌رسی نه‌درلود، خو سره له دې هم افغانستان له هغو هېوادونو ځنې و چې تر وسه وسه د خلکو ستونزو ته پر وخت ځواب وویل شو.
ښاغلي طاهري په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو پر مهال د رسنیو نقش په اړه وویل چې خلکو ته یې خورا پر وخت، پر ځای او دقیق معلومات رسولي او له همدې کبله وه چې عامه پوهاوی لوړ او د پېښو کچه راټیته شوه.
یادونه: دا په کلید راډیو کې د کرونا په اړه د «بحثونه او خبرې اترې» ځانګړې راډیويي خپرونې لنډیز او خلاصه وه چې له تاسو سره شریکه شوه. په دې خپرونه کې د کابل پوهنتون استاد او د روان‌پوهنې کارپوه شمس غزنوي، د افغانستان عامې روغتیا وزارت عامه اړیکو سلاکار عثمان طاهري او د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالمعید کوهستاني مېلمانه وو. د خپرونې چلوونکی زموږ همکار تاج ولي غورځنګ و. دا خپرونه د ۲۰۲۱میلادي کال د جنورۍ پر ۶مه سهار مهال د نیم ساعت( له اته‌نیمو تر۹)پورې په ژوندۍ بڼه وړاندې شوه. د خپرونې عمده هدف دا وو چې د خلکو پر ژوندانه د کرونا رواني اغېزې او د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو نقش وڅېړل شي.






کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA