د نن ورځې یو ښه او په زړهپورې خبر دا دی چې د کرونا واکسین افغانستان ته هم راورسېد. د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي چې هندوستان له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین ۵۰۰زره دوزه مرسته کړې ده. دغه واکسین به تر هغه وروسته په افغانستان کې تطبیق شي چې د روغتیا نړیوال سازمان یې تایید کړي. همداراز ویل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان تر تایید وروسته به په لومړي سر کې د کرونا ضد واکسین، روغتیايي کارکوونکو او ډاکټرانو ته ورکړل شي. د دغې لړۍ تر پای ته رسېدو وروسته بیا ښوونکو او هغو افرادو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې شپې او ورځې تېروي. دغه راز ویل شوي چې د دغه واکسین یوه برخه به هغو افرادو او کسانو ته ځانګړې شي چې له ۵۰کلونو پورته عمرونه لري او تر بل هر چا د کرونا ویروس له زیات ګواښ سره مخامخ دي.
دغه واکسین چې ډېر ژر به یې د تطبیق لهپاره زمینه برابره شي د استرازینیکا هندي څانګې له لوري تولید شوی چې په دوو جلا جلا پړاوونو کې به شاوخوا دوه سوه پنځوس زره افغانانو ته ورکړل شي.
هند لومړنی هېواد دی چې په دې برخه کې یې له افغانستان سره د مرستې لهپاره ملاتړلې ده او هیله ده چې دا بهیر لا نور هم ګړندی شي او بالاخره داسې ورځ راورسېږي چې د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته د کرونا ضد واکسین ورسېږي.
له دغه ښه خبر سره په خوا کې یو لړ اندېښنې او پوښتنې هم د خلکو په اذهانو کې راټوکېدلي دي. ځینې اندېښنه لري چې آیا د دغه واکسین د عادلانه تطبیق لهپاره د عامې روغتیا وزارت له لوري منظیم پروسیجر او کړنلاره په نظر کې نیول شوې او که څنګه؟ یا په بله وینا دا واکسین به په منظم او عادلانه شکل تطبیق او که نه؟
بل لور ته په تېر وخت کې د کرونا ټسټونو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت غیرعادلانه چلند او چارواکو او زورواکو ته لومړیتوب ورکولو دا اندېښنې رامنځ ته کړې چې ایا د کرونا په واکسین خو به زوراکي او جګپوړي چارواکي منګولې نهښخوي؟ او ایا دوی خو به دغه بهیر هم د ځان او خپلوانو په ګټه نهکاروي؟ ایا د زورواکو او جګپوړو دولتي چارواکو د مداخلې او ځانغوښتنې مخنیوي په مخنیوي کوم پروسیجر شته دی او که نه؟
سربېره پر دې بله اندېښنه دا ده چې د عامې روغتیا وزارت چارواکي به دغه واکسین په ولایتونو، ولسوالیو او حتا په لرې پرتو سیمو کې خپل طبي پرسونل او کارکوونکو ته څنګه رسوي؟ ایا دوی د دغه کار لهپاره کوم منظم پروګرام او برنامه لري او که لا تراوسه یې په دې اړه هېڅ فکر نهدی کړی؟ دا خو لا پر ځای پرېږده چې ښوونکو، زندانیانو او تر ۵۰کلونو پورته عمر لرونکو کسانو ته به د کوم پروسیجر له مخې تطبېقېږي.
په هرحال خبره دا ده چې د کرونا واکسین د تطبیق لهپاره باید منظمه برنامه شتون ولري او د زورواکو او چارواکو له لاسرسي خوندي وساتل او عادلانه وېش ته یې زمینه برابره شي او سواګري ورباندې ونهشي. له دې پرته د عامې روغتیا وزارت چې له وړاندې د کرونا ټستونو د اخستلو او تنفسي دستګاوو او صحي خدمتونو د ارایه کولو په برخه کې له پوښتنې سره مخ دی، لا نور هم د ولس له سترګو وغورځېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ