محمد خالد حنفي له پول تخنیک پوهنتون څخه د ۵۵۰انجینیرانو فراغت غونډې ته ویلي، فارغو شویو ځوانانو ته په کار ده چې د عصري زدکړو ترڅنګ دیني زدکړې هم وکړي، ترڅو توپیرونه له منځه لاړ شي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت د ښځو د حقونو لپاره شپږ فرمانونه صادر کړي، چې له مخې یې د جبري ودونو مخنیوی شوی او هغوی ته د میراث بشپړ حقونه ورکړل شوي.
هغه ویلي، په اسلامي نظام کې د ټولو وګړو حقونه خوندي او غرب دې دوی ته د بشري حقونو ښوودنه نه کوي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له اوسني حکومت څخه غوښتي چې د نجونو د زدکړو په شمول د ښځو ټول حقونه ورکړي.