ads

د کرونا دویمه څپه او بې‌پروايي

د افغانستان په کچه د کرونا ویروس له کبله د تلفاتو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، خو خلک لکه څنګه چې اړتیا ده روغتیايي تدابیر او سپارښتنې جدي نه‌ګڼي. که چېرته دغه وضعیت او بې‌پروايي دوام وکړي او حکومت او خلک د کرونا دویمې څپې ته په عادي سترګه وګوري، د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو تلفاتو سطحې ته په پام به یې پایلې ډېرې خواشینوونکې وي. دا خو لا پر ځای پرېږده چې ډېری مرګونه او مړینې بیخي ثبتېږي نه.

کلید
24 لیندۍ 1399
د کرونا دویمه څپه او بې‌پروايي

د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس د دویمې څپې له خپرېدو سره په تېرو دوو اوونيو کې تر دوو سوو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا شمېرې د تېرو اوونيو په پرتله ۲۵فیصده زیاتوالی ښيي. دغه زیاتوالی ځکه اندېښمنوونکی دی چې ټول ژمی لا په مخ کې دی. د هوا ککړتیا خو بیا بل مصیبت دی چې په کرونا د خلکو د لا زیاتې اخته کېدا سبب کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۹۷۱۵تنه د کرونا له کبله مړه شوي او څه باندې ۳۸زره رغېدلي دي. دغه راز باید ووایو چې په ټول هېواد کې تر اوسه پورې د کرونا نږدې ۵۰زره پېښې ثبت شوې دي.
سره له دې چې دا شک شته چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ارقام او شمېرې له اصلي او کره شمېرو سره توپیر ولري، خو په دغو دوو اوونيو کې د تلفاتو په اړه چې کوم ارقام ورکول کېږي، د پام وړ زیاتوالی ښيي.
یادو شمېرو ته په پام پکار ده چې خلک له دغې ناروغۍ سره د مقابلې له‌پاره ځانونه تیار او روغتیايي سپارښتنې جداً په نظر کې ونیسي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره جوخت د عامې روغتیا وزارت خلکو ته ساده لارښوونې کړې چې کولای شي د هغه په وسیله ځان د دغه ویروس له شر څخه خوندي وساتي.
په دې لارښوونو کې یو هم د ماسک کارول دي چې نه څوک ورسره په عذابېږي او نه کوم عیب ګڼل کېږي. دې ټکو ته په پام پوښتنه دا ده چې خلک ولې ماسک نه کاروي او په لوی لاس خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي؟
په دې برخه کې حکومت هم خورا ډېر مسوولیت لري. تېر ځل حکومت لکه څنګه چې په کار وه، په دې ونه‌توانېد چې د قرنطین شرایط پر خلکو عملي کړي. اوس چې وضعیت تر پخوا اندېښمنوونکی ښکاري، پکار ده چې حکومت د خلکو له خوا د وقایوي تدابيرو د نه مراعاتولو له کبله جدیت ته مخه کړي او خلک دې کار ته اړ کړي.
که ګاونډیو هېوادونو ته نظر وکړو، لیدل کېږي چې هلته حکومتونو یو لړ شرایط وضعه کړي دي. د بېلګې په توګه څوک چې دغو شرایطو ته پام ونه‌کړي، جریمه کېږي. د افغانستان حکومت هم په ورته اقداماتو لاس پورې کولای شي.
لنډه دا چې د ژمي په موسم کې یو شمېر مژمنۍ ناروغۍ هم زیاتېږي او دا هغه څه دي چې د کرونا خطر څو برابره زیاتولی شي، اوس دا په حکومت، خلکو او هغو ادارو پورې اړه لري چې په دې برخه کې مبارزه کوي، وبه ګورو چې موجوده وضعیت څنګه مدیریت کېږي او تر کومې کچې په کرونا باندې د اخته کېدو کچه راښکته کېدلی شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA