ads

په خوست کې د قومونو د یووالي او همغږۍ غونډه

په خوست کې لسګونه قومي مشرانو او ديني عالمانو د يوې غونډې پر مهال له شته نظام ملاتړ څرګند کړ او په ورته وخت کې يې په يوه غږ له هېوادوالو د يووالي غوښتنه وکړه.

بصیر یاد
14 مرغومی 1401
په خوست کې د قومونو د یووالي او همغږۍ غونډه

د خوست يو تن قومي مشر توريالي منګل په خپلو خبرو کې وويل، د خوست ټول قومونه په يوه غږ له شته نظام څخه ملاتړ کوي او همدا ډول د دفاع او ساتنې په هدف هر راز قربانۍ ته حاضر دي.
هغه په ورته وخت کې د حکومت له مشرانو هم وغوښتل چې، ولس په ځان راټول کړي، څو شته واټن ختم شي:
«د اسلامي امارت نه مې دا غوښتنه ده چې دا خواره واره ولسونه پر ځان راټول کړي، کله يې چې دغه ولسونه پر ځان راټول کړل او هغوی خپل ملاتړ له حکومت څرګند کړ، نو انشاالله موږ به خپل ګټلي افتخارات له لاسه نه ورکوو.»
د حسن جان شېرزي په نوم يوه بل قومي مشر بيا وويل چې که څه هم دوی له شته نظام ملاتړ کوي، خو په ورته وخت کې د حکومت له مشرانو هم غوښتنه لري، چې په خپلو چارو کې له نرمۍ کار واخلي او ولس په ځان راټول کړي:
«د دې اسلامي نظام ساتل په دې کيږي چې د ولسونو په زړه کار وکړو. د ولسونو په عقل کار وکړو، په زور څه نه کيږي وروڼو د زور حکومتونه يا يوه ورځ وي، يا يوه مياشت او يا کال وي. اخر د ظلم حکومت نسکوريږي.»
د سرحدونو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالخالق عابد بيا وويل چې، په اوسنيو حالاتو کې ډېره اړتيا د قومونو ترمنځ يوالي او اتحاد ته ده.
هغه وويل که ولسونه په خپل منځ کې په اتحاد وي، نو دا اسلامي نظام به چې په ډېرو قربانيو لاسته راغلی هم په خپل ځای قايم وي او د خلکو په خدمت کې به وي:
«راشی دې ته متوجه شو چې نور افغانستان د پرديو ښکار نه کړو، نور دا دين د خپل قوم قرباني نه کړو، موږ ته د ملک هر بچی دومره قدرمن دی لکه خپل ورور، د افغانستان اسلامي امارت د حاکميت لپاره هلې ځلې نه کوي، يواځينی موخه يې د شريعت نفاذ دی.»
د یادونې وړ ده چې، په خوست او لویه پکتیا کې لا هم پخوانيو قومي جوړښتونو او دودونو ته پام کیږي او ډېر کله د حکومتونو مسؤولین هڅه کوي، چې د دغو سیمو په قومي جوړښتونو کې راټول خلک د نظام ملاتړ ته وهڅوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA