ads

په خوست کې له زلزله ځپلو سره د نغدي مرستو پیل

(DHSA) او کلید ګروپ د خوست سپېرې ولسوالۍ په بېلا بېلو زلزله ځپلو سیمو کې پر یو ۱۲۰ کورنیو نغدې مرستې ووېشلې.

بختاجان بختیار
9 چنګاښ 1401
په خوست کې له زلزله ځپلو سره د نغدي مرستو پیل

د زلزله ځپلو سیمو د لیدو لپاره څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پرمختیايي او بشري مرستو ادارې (DHSA) او کلیدګروپ یو ګډ پلاوي لومړۍ د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې له عملي کتنې او ستونزو را اخیستو وروسته بیا د خوست سپېرې ولسوالۍ د بېلا بېلو سیمو لیدنه وکړه.
د لیدنو په پایله کې یې د سپېرې ولسوالۍ درې ساحې (کروچن، سره ګنډه او میر څپر) سیمې انتخاب او د دغو ساحو پر ۱۲۰ شلو هغو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې، کوم چې له نورو ډېر زیانمن او مستحق وو.
د سیمې خلکو له دې امله مننه کوله، چې له یوې خوا د دوی وران کورونه له نېږدې ولیدل شول او بل پلو د دوی هغو غرییزو سیمو ته ورغلل، چې پخوا تردې نور څوک د مرستې لپاره نه وو ورغلي.
عارف خان د سپیرې ولسوالۍ کروچن اوسېدونکی:
«دې DHSA چې موږ سره کومه مرسته وکړه، موږ ډېره مننه ترې کوو، ځکه دوی د یو خاص رحم له امله زموږ دې غرییزې سیمې ته راغلل او بیا یې موږ ته نغدي مرسته راکړه.»
ګلات خان د سپیرې د سرې ګنډې اوسېدونکی:
«د کلید ګروپ او موسسې موږ ډېر خوښ یو، چې نن یې زموږ د زلزله ځپلو لاسنیوی وکړ، خو له نورو موسسو هم غواړو چې موږ سره مرسته وکړي، ځکه موږ زلزلې سخت ځپلي یو.»
د نجیب الله په نوم د سپیرې ولسوالۍ د میرڅپر اوسېدونکی وایي، له زلزلې را وروسته که څه هم د سروې لپاره خلک ورغلي، خو ولې مرسته ورسره نه ده شوې:
«موږ ته ډېر زیان رسېدلې، زما د کور څلور کوټې ویجاړې شوې، تراوسه راسره چا مرسته نه ده کړې، دلته د سروې ټیمونه راغلي، خو ولې مرستې راسره نه دي شوې، موږ له دې موسسې مننه کوو، چې په دې سختو حالاتوکې یې زموږ لاسنیوی وکړ.»
سیمې ته د افغانستان لپاره د پرمختیايي او بشري مرستو ادارې یا(DHSA) او کلید ګروپ د ورغلي پلاوي یو تن مشر عثمان خان وویل، د ترسره شوې مرستې ترڅنګ یې هڅه داده چې دمستحقینو سمه سروې وشي او د لاسنیوی لپاره یې د خپلې ادارې پرمټ نور موسسات هم وهڅوي څو د زلزله ځپلو لاسنیوی وکړي:
«موږ د جون په ۲۳ نیټه را وتي یو، د پکتیکا له یو شمېر سیمو مو لیدنه او د مستحقو کورنیو مشاهده وکړه، څو یې لاسنیوی وشي، ددې ترڅنګ موږ د خوست د سپېرې ولسوالۍ په درېیو سیمو کې، چې میرڅپر، سره کنډه او کروچن پکې شامل وو، له ۱۲۰ کورنیو سره د پنځه ـ پنځه زره افغانیو نغدي مرسته وکړه، زموږ هڅه داده چې نور موسسات هم وهڅوو او خپله هم ددې بې چاره وو لاسنیوی کړو.»
د (DHSA) او کلید ګروپ پلاوي له دوی سره ژمنه وکړه، چې ستونزې به یې اړوندو ادارو او په جنوب ختیځ زون کې د نړیوالو او ملي ادارو د همغږۍ برخې ته ورسوي.
دوی دا هم وویل، د اوس لپاره یې د سیمې له ۱۲۰ کورنیو سره کړې یاده مرسته د خپل دفتر له بودجې بېله وه او په راتلونکي کې به د نورو مرستو د راجلبولو او ویشلو لپاره هم هڅې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA