د یاد وزارت پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې دغه شمېر کډوال د اسلام قلعه پولې له لاری هېواد ته راستانه شوي دي.
څو ورځې وړاندې هم زرګونه افغانان له ایران څخه بیرته هېواد ته راستانه شوي وو.
د ایران تر څنګ له پاکستان څخه هم تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.