ads

په خوست کې د بیارغونې اووه پروژې پیل شوې

د خوست په څو سیمو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې چې په شپږو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او شاوخوا ۱۸ سوه جریبه کرنیزه ځمکه به د سېلابونو له خطره وساتل شي.

بصیر یاد
28 لیندۍ 1401
په خوست کې د بیارغونې اووه پروژې پیل شوې

د مسوولینو په وينا، دغه استنادي دېوالونه چې د اوبو او انرژۍ وزارت په چوکاټ کې د (اېف اې او) موسسې په مالي لګښت جوړېږي، درې زره فني او غير فني کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د خوست د شمل خورم دريايي حوزې رييس انجينر زين الله نسيمي وايي، د استنادي دېوالونو دوې دوې پروژې د خوست مرکز اړوند په “شمل” او “متون” او پاتې درې نورې د دغه ولايت په سپېره ولسوالۍ کې پلې کېږي.
هغه زياته کړه، د شمل سيمې دغه استنادي دېوال چې ۱.۶ کيلومټره اوږدوالی لري، په جوړېدو سره به يې ۱۵ زرو کسانو ته ګټه ورسېږي او همدا ډول به ۱۸ سوه جريبه کرنيزه ځمکه هم د اوبو له تخريب څخه وژغورل شي:
«موږ له موسساتو سره ډېره ښه همغږي لرو، د وزارت د رهبرۍ په شمول. په اينده کې نور پلانونه هم لرو. چېک ډېمونه او نورې برخې مو سروې کړې او کار به يې انشاالله شروع کېږي.»
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير عبدالطيف منصور د يادو پروژو د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال وويل چې د خوست ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې د اوبو د لويو بندونو پر سروې او ډيزاين یې کار پيل کړی دی.
نوموړي همدا ډول زياته کړه چې خوست ته دوی ځانګړی پام لري او د ځينو بندونو او کانالونو د سروې او ډيزاين لپاره به دغه ولايت ته يو پلاوی ولېږي او امکاناتو ته په کتو سره به يې عملي کارونه پيل کړي:
«الحمدالله موږه د دغو پروژو د عملي کارو لپاره د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال په مشرۍ هلته کمېسيون دی. موږ غواړو چې که زموږ داخلي انکشافي بوديجه کمه وي، نو د هغو متبادل يو څه پروګرامونه مو پیل کړي او سرمايه ګذارانو ته مو ويلي چې راشئ که تاسې بند جوړوی، د برق يوه فابريکه جوړوئ، سړک او شفاخانه جوړوئ، نو موږ به تاسو ته په هغو معدنياتو کې سهم درکړو.»
په ورته وخت کې د شمل د سیمې یو تن اوسیدونکی وايي، د دې استنادي دېوال له جوړېدو سره به د قوم زراعتي ځمکې د سیلاب له خطره خوندي شي او په وینا یې چې، په سلګونو جریبه زراعتي ځمکه به بېرته ورغول شي:
«دغه دېوال نه یوازې زموږ د کلي په خاطر، بلکې زموږ د قوم د ټولو ځمکو په خاطر چې، غړومبي ته یې سرحد رسیږي چې، تقریباً په زرهاوو خلک او کورنۍ چې دلته ژوند کوي د امن ساحه به ورته جوړه شي.»
د یادونې وړ ده چې، په خوست کې د وروستیو سیلابونو له کبله په زرګونو جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې او خلک له مسوولو ادارو د استنادي دېوالونو د جوړیدو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA