ads

افغان سوداګر د کورنیو تولیداتو د استعمال پرېکړې هرکلی کوي

د سرپرست حکومت د کابینې وروستۍ پرېکړه کې د سوداګرۍ وزارت هغه وړاندیز تایید شو، چې له دې وروسته به حکومتي ادارې له کورنیو تولیداتو ګټه اخلي.

نوراجان بهیر
16 مرغومی 1401
افغان سوداګر د کورنیو تولیداتو د استعمال پرېکړې هرکلی کوي

افغان سوداګر د کابینې د  دې پرېکړې هرکلی کوي، خو وايي، چې د تولیداتو په برخه کې د شته ځینو خنډونو پر هواري دې هم کار وشي.

د افغانستان یو شمېر سوداګر د سرپرست حکومت د کابینې پر هغه پرېکړه خوښ دي، چې له مخې به یې حکومتي ادارو کې تر ډېره بریده له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستل کیږي.

دوی وايي، چې دا اقدام پر کورنیو تولیداتو د خلکو باور لا ډېروي او په دې برخه کې نور پرمختګ ته لاره خلاصیږي.

خوست ښار کې د مشروباتو او نورو خوراکي توکو یو تن عمده پلورنکی سوداګر غفور جوهر وايي، سره له دې چې دې وروستیو کې خلک تر ډېره افغاني تولیدات خوښوي، ځکه کیفیت یې لوړ او بیې یې ارزانې دي، خو د ده په وینا د کابینې په کچه دا پرېکړه به د کورنیو تولیداتو په کارولو کې لا ډېروالی راولی:

((په سلو کې پینځه نوي فیصده مشروبات له ما سره د افغانستان دي، پینځه فیصده له خارج نه دي؛ مکمل دلته اوس افغاني تولیدات خرڅیږي، ځکه چې د دې کیفیت لوړ او نرخ مناسب دی. بله دا دوی چې کومه پرېکړه کړې، چې اداراتو کې به هم افغاني تولیدات استعمالیږي، له دې سره خو نور هم مخکې ځي.))

د خوست ښار یو بل تن سوداګر دین محمد ځلاند افغاني تولیداتو ته پاملرنه له دې امله هم مهمه ګڼي، چې له بهرنیو هېوادونو زیاتره بې کیفیته توکي راځي او په کور دننه له هر ډول تولید څخه په اسانه نظارت کیدای شي:

((مثلاً که موږ او تاسو له بهرنیو هېوادونو څخه شیان واردوو او هغه تر دقیقې معاینې او لابراتوار لاندې نه وي تېر شوي، نو ممکن بې کیفیته غذايي مواد، یا نور مواد هېواد ته وارد شي.))

کورنیو تولیداتو ته د پاملرنې هرکلی د ډېرو لخوا کیږي، خو هغه کومې ستونزې دي، چې د دغو تولیداتو د پراختیا پروړاندې خنډ دي؟

شهباز ګربز، چې په ملي کچه د بېلا بېلو مالونو تجارت کوي، د کارخونو لپاره د ځانګړو ځایونو ترڅنګ د خامو موادو او برښنا په برخه کې شته ستونزې یادوي، چې په وینا یې که دا ستونزې هوارې شي، نو کورني تولیدات ورسره غوړیدای شي:

((که امارت غواړي چې افغاني تولیدات قوي شي، دوی باید د خامو مواد محصول معاف کړي، که هغه له هر هېواده راځي، بل د برق مسله ده، دوی باید کارخانو واله ته په هغه نرخ برق ورکړي، په څو یې چې له نورو هېوادونو رانیولی وي، له دې سره به کورنيتولیدات پرمخ روان شي.))

د خوست د سوداګرۍ خونو ریس نواب امیرزی هم د هېواد داقتصاد بیا رغولو په برخه کې کورنیو تولیداتو ته پاملرنه مهمه بولي، وايي، چې که زموږ صادرات زیات او پر وارداتو تکیه کمه شي، نو خلکو ته د کارموندنې ترڅنګ د هېواد اساسي پرمختګ ته هم لاره هواریږي:

((کله چې موږ له کورنیو تولیداتو استفاده وکړو، تولید زیاتیږي او تولید په هغه صورت کې زیاتیږي، چې زموږ خپل خلک په هغو کې کار وکړي؛ کله چې خلکو ته کار پیدا شي، لوږه ورکیږي او له دې وروسته سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تحول او پرمختګ منځته راځي.))

د یادولو ده، چې افغانستان هر کال خپله وچه او تازه میوه او ځینې نور توکي نورو هېوادونو ته صادروي، خو لا هم د لومړنۍ اړتیا ډېر اړین خوراکي او غیر خوراکي مواد له نورو هېوادونو واردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA