د پاکستان حکومت خبر ورکوي، چې د افغانستان تجارتي لاریو ته سبا ورځ چې د اپریل میاشتي له لسمې نېټې سره برابره ده د تورخم او سپین بولدک دروازې پرانیزي.
ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي دغه خبر په خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی او لیکلي دي، چې اوونۍکې به درې ورځې، دوشنبه، چهارشنبه او جمعه د تورخم او سپین بولدک لارې د تجارتي لاریو او کانټینرونو د لېږد لپاره خلاصې وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا ګام یې د افغان حکومت په غوښتنه او د کورونا وېروس نړیوالې وبا په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره د مرستې په هدف اخیستی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم د پاکستان حکومت د دې پرېکړې پخلی کړی او مننه یې ترې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي کې د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د تګ راتګ لارې د مسافرو او ترانزیت پر مخ تړلې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ