توسط shams -
د کندهار د دهلې بند له دریو کلونو وروسته ډک شوی ټول خلک ورته خوښ دي او دا د یوه اباد کال نښه بولي.
د دهلې بند چې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري په کندهار کې یو له مهمو تفریح ځایونو څخه هم دی.
د کندهار زراعت ریاست د ترویج مدیر محمد داود دوست وایي، تیرو کلونو ته په کتو سره سږ کال یو...
توسط shams -
د خوست د ټرافیکو مدیریت مسوولین وايي، شاوخوا درې اونۍ کېږي چې، د موټرو د ثبت لړی راونه ده خو په دغه پروسه کې د خلکو ګډون پیکه دی.
د د دغه ولایت د ترافیکو مدیر خیالي خان وايي، خلک دې د درې میاشتو په جریان کې خپل بې اسناده موټر ثبت کړي، خو که چېرې له دې مودې وروسته د چا موټر ثبت...
توسط shams -
باختر دولتي خبري آژانس آژانس د بلخ د ګمرک د رئیس په حواله ویلي چې په ۱۴۰۱ لمريز کال کې د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو له درکه ١١ میلیارده او ٨١٤ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې دغه شمېر په ۱۴۰۰ لمريز کال کې ٧ میلیارده او ٣٩٥ میلیونه افغانۍ و، چې تېر کال په کې ۴ میلیارده او ۴١٩ میلیونه...
توسط shams -
په نیول شویو خبریالانو کې دوه یې د ملي ټلوېزیون خبریالان دي او درېیم د تنویر ټلوېزیون لپاره کار کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې د نیول شویو خبریالانو نومونه صفي الله وفا، نوراغا او غلام علي وحدت ښودل شوي وو
د بغلان ولایت د استخباراتو مسولینو د نیول شویو خبریالانو د تور په اړه څه نهدي ویلي.
خو د خبریالانو د...
توسط shams -
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د اسلامي امارت دا اقدام به نه یوازې ښځې، بلکې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو پروګرامونه اغېزمن کړي.
سازمان له اسلامي امارت غوښتي چې پر دغه حکم له سره کتنه وکړي ، ښځو او نارینه دواړو ته اجازه ورکړي چې له لسیزو شخړو وروسته د هېواد په رغونه کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده...
توسط shams -
د ماشومانو د ساتنې مؤسسې سېف ده چلډرن، د ناروې او ډنمارک د کډوالو شوراګانو، اېنټر سوس، د لوږې پر وړاندې اقدام او ورلډ ويژن ،مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې له اسلامي امارت غوښتي چې، په افغانستان کې د ښځو پر کار محدوديتونه پای ته ورسوي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي له ښځينه کارکوونکو پرته، بشري ټولنه نهشي کولای په اغېزمنه توګه...
توسط shams -
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له کابله د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده. د بیا کتنې دا راپور د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ولسمشر بایډن په مرسته چمتو کړی.
د اګست پر ۲۶ مه پر هوايي ډګر د غبرګو ځانمرګو بریدونو له کبله ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي پوځيان وژل...
توسط shams -
د هلمند اوسېدونکی عبدالباري وايي چې په خپله ځمکه یې کار کاوه چې ماین پرې وچاودېد، دی ټپي شو او بل کلیوال یې ومړ:« زموږ د کلي ډېر کسان په ورته پېښو کې وژل شوي او یا یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.»
فرید احمدي بل هلمندی بیا وايي، کور ته نږدې یې ماشومانو پر یوه مرمۍ لوبې کولې چې پرې وچاودېده،...
توسط shams -
د باختر دولتي آژانس د خبر له مخې روزا اوتونبایوا په دې کتنه کې ويلي چې له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام وکړي.
نوموړې همدارنګه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو او تفاهم ټینګار کړی او زياتوي چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې هڅې وکړي.
ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو...
توسط shams -
په تېرو شاوخوا ۸ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل کې د سوري زړه د درملنې بېلابېلو روغتونونو ته ۸۱۲ ماشومان ورپېژندل شوي.
د یادو ناروغانو د درملنې لګښت د افغاني سرې میاشتې پر غاړه دی.
د يادونې وړ ده، چې د قطر هېواد يوه خيره بنسټ هم له افغاني سرې مياشتې سره د لسګونه هغه افغان ماشومانو د درملنې د...