ads

د بشري حقونو شورا غوښتنې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه دوره يي ارزونه وکړه.

شېرشاه عزیزي
11 غویی 1403
د بشري حقونو شورا غوښتنې

د بحث ګډونوالو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د ښځو او نجونو په شمول د خلکو حقونه خوندي کړي.
په دې بحث کې د ناروې استازي په افغانستان کې د اوسني ښه شوي امنیتي وضعیت هرکلی کړی او ویې ویل چې په افغانستان کې دې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لېرې شي، تر څو یوه با کیفیته تعلیم ته مساوي لاسرسی ولري.
اسلامي امارت تر اوسه د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د وضعیت د دوره يي ارزونې او شویو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونه تامین کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA