ads

په کندهار کې د یوه ۱۶ کلن ځوان ځان وژنه

د کندهار امنیتي مسولین وایي چې په دغه ولایت کې یوه ۱۶ کلن تنکي ځوان ځان وژنه کړې.

Shersha azizi
3 لیندۍ 1401
په کندهار کې د یوه ۱۶ کلن ځوان  ځان وژنه

د کندهار د والي ویاند  حاجي زید وايي چې د کندهار ښار د څلورمي حوزې اړوند د خوشکیار د زراعتي مارکېټ په دوهم منزل کې یوه  ۱۶ کلن ځوان ځان زیندۍ کړی او ساه یې ورکړې.

د عتیق الله په نوم دغه ځوان د زابل د شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکی وو او په یوه دوکان کې شاګرد وو.

نوموړي ته نژدې کسانو امنیتي مسؤلینو ته ویلي، چي یاد هلک له خپل پلاره شکایت درلود، چي سخت کار ته یې اړ باسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستي یوه کال او په ځانګړي ډول په تېره یوه میاشت کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي دي، اروا پوهان وایي چې په هېواد کې د ځان وژنې اصلي لاملونه کورنۍ تاوتریخوالی، ناوړه اقتصادي وضعیت او بیکاري ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA