ads

د امر با المعروف ریاست په کندهار کي پر یو شمېر هغو کړنو بندیز ولګوو چې په وینا یې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي

ددې ریاست رئیس مولوي عبدالرحمان طيبي  د یو ه خبري کنفرانس پر مهال وویل چي دغه پرېکړې په کندهار کي د فحشاه  د مخنیوي په موخه شوي.

Sahil
20 غبرګولی 1401
د امر با المعروف ریاست په کندهار کي پر یو شمېر هغو کړنو بندیز ولګوو چې په وینا یې له  اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي

طیبي په کندهار کې د مېشتو محلي رسنيو له مسولینو سره په ناسته کي د حجاب په ګډون د موسیقۍ، ږېري خریلو او ځينو مسایلو په اړه پرېکړې اعلان کړې

د امر باالمعروف رئیس په ټکسي او ريکشه کې د يوې ښځې یوازې تګ، په کافي شاپونو کې د چلمونو څکول، د ټکسي د مخ په سیټ کې  د پردیو ښځو ناسته، بې حجابي، په سلمانۍ کې ږېره خرېل او دده په وینا په انګریزي سټایل د وېښتانو جوړول هم منع اعلان کړل.

هغه وویل، چي نور په موټر، ودونو، سالونونو او آن په یوازي توګه د موسیقي اورېدل هم منع دي.

مولوي طیبي وویل، چې موسیقي حرامه ده او په راډیوګانو کې يې پر نشر مطلق بندیز دی.

 ((موسیقي د اسلام له نظره حرامه ده د ټولو رسنیو څخه مو غوښتنه داده چي د شریعت پابنده وه اوسي هغه که راډيو ګاني دي که تلوېزیونونه))

خو د کندهار د محلي رسنیو مسولین وايي چي له تېرو دریو میاشتو راهیسي محلي رسنیو کي د موسیقي نشرول بند شوي او له کابل څخه خپرېدونکي راډیوګانې او ټلوېزنونه موسیقي خپروي.

((په کندهار کې  د تېرو دریو میاشتو څخه موږ په رسنیو کي موسیقي نده نشر کړې مګر په نورو ولایتونو کي نشر کیږي چي پدې سره زموږ د راډيوګانو اورېدونکي کم سوي نشرات مو له ۲۴ ساعته څخه ۸ ساعته کړي)).

امر باالمعروف ریاست په دې ناسته کي د ټولو رسنیو څخه غوښتنه وکړه چي باید د امر باالمعروف ریاست اړوند یوه دیني خپرونه په اونۍ کې هره رسنۍ نشر کړي.

په کندهار کي د ازادو خبریالانو مرکز مشر محمدیار مجروح وايي که چیري امر باالمعروف ریاست له رسنیو دغه ډول غوښتنه لري باید هغوۍ ته یو اندازه امتیاز هم ورکړل سي.

صدیق الله افغان د تبسم راډيو مسئول (( د رسنیو د مسئولینو غوښتنه داوه چي باید ددغه خپروني په بدل کښي یو اندازه پیسې ورکړل سي او یاهم د دولت له مالیاتو رسنۍ معاف کړل شي))

په ورته وخت کې خلک هم د امر باالمعروف ریاست له دې پرېکړو خوښ نه ښکاري او وايي چي حکومت باید تر دې ډير اساسي او مهمو مسائیلو ته توجه وکړي.

خلک وايي چي په هیواد کې غربت او بې کاري هغه ستونزي دي چي ځوانان ور څخه کړیږي.

بشیر احمد او سمیع الله د کندهار اوسېدنکي ((په کندهار کې غربت او بې کاري نهایت زیاته شوې نو حکومت باید په دغه اساسي برخو کې خلګو ته کار وکړي))

د امرباالمعروف ریاست مشر وايي، دا فیصلي یې د فحشا د مخنیوي لپاره کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د امر بالمعروف ریاست ځیني پرېکړي لا پخوا د افغانستان د اوسېدونکو او نړیوالو لخوا له یو شمېر غبرګونونو سره مخ شوي وې

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA