ads

کندهار کې ورښتونو درانه مالي زیانونه اړولي

په کندهار کې وروستیو اورښتونو د نورو زیانونو ترڅنګ کروندګرو ته هم درانه مالي زیانونه اړولي دي

تاج محمد ساحل
22 تله 1401
کندهار کې ورښتونو درانه مالي زیانونه اړولي

 د زیانمن شوو سیمو له جملې  یوه ېې د ډنډ ولسوالۍ د خوشاب زراعتي سیمه ده، چې د کندهار نورو سیمو په څېر دلته هم تربل هر وخت تازه مېوو ته وروستيو اورښتونو سخت زیان اړولی دی.

کروندګر او باغ لرونکي وايي وروستيو سیلابونو او بارانونو سخت زیانمن کړي چې د تازه میوې په ګډون يي د حاصلاتو زیاته برخه له منځه وړل شوې او ښايي خپل لګښتونه هم پوره نشي کړی .

دوی پر موسساتو او نړیوالو غږ کوي چي دې سخت وخت کې د افغانانو لاس نیوی وکړي.

«سږکال مو په خپلو کروندو له له پنځه سوه زرو افغانیو زیات لګښت وکړ، خو اوس یې سراسر تاوان کړی، ان لس زره  یې هم نه دي راته ګټلې.

د فصل څلورمه برخه هم نه ده راپاتې، تر دې وړاندې به یې شل لکه افغانۍ جوړولې، خو اوس یې ان درې لکه افغانۍ هم نه دي جوړې کړې.))

د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین هم مني چې اورښتونو باغونه ځپلي او له امله یې د تازه مېوو صادرات په بې ساري ډول کم شوي دي.

 د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خونۍ رئيس محمد صدیق مهمند وايي، د اورښتونه له امله د باغ لرونکو تر څنګ سوداګر هم تاوان کړی او حکومت باید د سوداګرو  دتعرفو او جوازونو په برخه کې د څو کلونو لپاره مالیه معاف کړي.

« که دا باغونه نه وو خراب شوي، نو د میوو په برخه کې به ۶۰ فیصده صادرات زیات شوي وو، له دولت څخه غواړو چې سوداګرو ته د څو کلونو لپاره تعرفې او جوازونه معاف کړي.»

پر همدې مهال مسولین وايي وروستیو سیلابونو او بارانونو د کندهار ولسوالیو کې ۱۹۵۳ جریبه آبي ځمکه  او ۷۸۱ جریبه  للمي ځمکه  تخریب کړې چې ۱۴۱ مثمر باغونه او ۴۰۰ بیا غیر مثمیر باغونه هم پکې شامل دي.

د کندهار کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس الرحمن شمس وايي، وروستیو اورښتونو د کندهار ۵۹ کانالونه او ۲۲ کوچني د اوبو ډیمونه هم لمنځه وړي چې د همکارو مؤسساتو سره په همږغۍ د کرنې په برخه کې زیانمنو شو خلکو سره د مرستې په موخه يې سروې روانه کړې ده.

«وروستیو ورښتونو په کندهار کې  ۱۹۵۳ جریبه ابي او ۷۸۱ جریبه للمي ځمکې تخریب کړې دی، دغه راز یې ۱۴۱ جریبه میوه لرونکي او ۴۰۰ جریبه بې مېوې باغونه له منځه وړي دي.»

د یادونې وړ ده چې په کندهار کې وروستیو ورښتونو د مالي زیانونو ترڅنګ خلکو ته ځاني تلفات هم اړولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA